سوره الکهف (غار) (آیت 20)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
18
الکهف(الكهف)، آیت ۲۰
إِنَّهُمْ إِنْ يَظْهَرُوا عَلَيْكُمْ يَرْجُمُوكُمْ أَوْ يُعِيدُوكُمْ فِي مِلَّتِهِمْ وَلَنْ تُفْلِحُوا إِذًا أَبَدًا
بېشكه دوى كه په تاسو خبر (او غالبه) شي (نو) دوى به تاسو سنګسار كړي، یا به تاسو خپل دین ته بېرته وګرځوي او په دغه وخت كې به تاسو له سره كامیاب نشئ، هیڅكله (۲۰)
تفسیر
که چیرته ستاسې قوم په تاسې باندې خبر شي او ستاسې ځای معلوم کړي نو تاسې به ووژني د کاڼو په ویشتلو سره، او یا به مو بیرته خپل باطل دین ته واړوي هغه چې تاسې پرې وئ مخکې د دې نه چې الله تعالی په تاسې باندې احسان وکړ د هدایت کولو د حق دین طرف ته، او که چیرته تاسې بیرته دې دین ته وګرځیدئ نو هیڅکله به کامیاب نشئ، نه په دنیا او نه په اخرت کې، بلکې تاسې به په دواړو کې ډیر لوی تاوان وکړئ په سبب د پریښودلو ستاسې د حق دین لره هغه چې الله تعالی ورته ستاسې هدایت کړی، او په سبب د ګرځیدلو ستاسې دغه باطل دین ته.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: