سوره الکهف (غار) (آیت 26)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




18 الکهف(الكهف)، آیت ۲۶

قُلِ اللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثُوا ۖ لَهُ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ أَبْصِرْ بِهِ وَأَسْمِعْ ۚ مَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا يُشْرِكُ فِي حُكْمِهِ أَحَدًا 26 ٢٦

ته ووایه: الله ښه عالم دى په مقدار د هغې مودې چې دوى تېره كرې ده۔، خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې غیب (پټ اَسرار) دي، هغه څه ښه لیدونكى او څه ښه اورېدونكى دى۔! د دوى لپاره له هغه نه غیر هېڅ كارساز (او حمایتي) نشته او هغه په خپل حكم (او قضاء) كې هیڅوك نه شریكوي (۲۶)

تفسیر
ته ووایه -ای پیغمبره- الله تعالی ښه پوهه دی په هغه زمانه چې دوی تیره کړې وه په خپل غار کې، او الله تعالی مونږ خبر کړي یو په وخت د تیرولو د دوی په دې کې، نو نشته وینا د هیچا وروسته د وینا د الله پاک نه، خاص دې الله پاک لره دي پټ هغه څه چې په اسمانونو کې دي او پټ هغه څه چې په ځمکه کې دي په اعتبار د پیدایښت او په اعتبار د علم، څومره ښه لیدونکی دی الله تعالی! نو هغه هر شی ویني، او څومره ښه لیدونکی دی! نو هغه هره خبره اوري، نشته دوی لره پرته لدې نه څوک دوست او کار ساز چې د دوی کارونه برابر کړي، او نه شریکوي په خپل واک او حکم کې هیڅوک، نو خاص هغه یوازې دی په حکم او واک کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ