Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 26 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 26 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


قُلِ اللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثُوا ۖ لَهُ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ أَبْصِرْ بِهِ وَأَسْمِعْ ۚ مَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا يُشْرِكُ فِي حُكْمِهِ أَحَدًا 26
ترجمه:
ته ووایه: الله ښه عالم دى په مقدار د هغې مودې چې دوى تېره كرې ده۔، خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې غیب (پټ اَسرار) دي، هغه څه ښه لیدونكى او څه ښه اورېدونكى دى۔! د دوى لپاره له هغه نه غیر هېڅ كارساز (او حمایتي) نشته او هغه په خپل حكم (او قضاء) كې هیڅوك نه شریكوي الکهف ۱۸:۲۶
تفسیر:
ته ووایه -ای پیغمبره- الله تعالی ښه پوهه دی په هغه زمانه چې دوی تیره کړې وه په خپل غار کې، او الله تعالی مونږ خبر کړي یو په وخت د تیرولو د دوی په دې کې، نو نشته وینا د هیچا وروسته د وینا د الله پاک نه، خاص دې الله پاک لره دي پټ هغه څه چې په اسمانونو کې دي او پټ هغه څه چې په ځمکه کې دي په اعتبار د پیدایښت او په اعتبار د علم، څومره ښه لیدونکی دی الله تعالی! نو هغه هر شی ویني، او څومره ښه لیدونکی دی! نو هغه هره خبره اوري، نشته دوی لره پرته لدې نه څوک دوست او کار ساز چې د دوی کارونه برابر کړي، او نه شریکوي په خپل واک او حکم کې هیڅوک، نو خاص هغه یوازې دی په حکم او واک کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 25 راتلونکې الکهف • آیت 27