سوره الکهف (غار) (آیت 2)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




18 الکهف(الكهف)، آیت ۲

قَيِّمًا لِيُنْذِرَ بَأْسًا شَدِيدًا مِنْ لَدُنْهُ وَيُبَشِّرَ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا حَسَنًا 2 ٢

په دې حال كې چې سم برابر دى، د دې لپاره چې هغه دوى له ډېر سخت عذاب نه ووېروي، چې د هغه (الله) له جانبه (راتلونكى) دى او هغو مومنانو ته زېرى وركړي چې نېك عملونه كوي چې بېشكه د دوى لپاره ډېر ښكلى اجر دى (۲)

تفسیر
بلکې ګرځولی يې دی دا کتاب نیغ برابر چې هیڅ ګډوډوالی او اختلاف پکې نشته؛ د دې لپاره چې وویروي کافرانو لره د قوي عذاب نه د الله تعالی له طرفه چې دوی يې انتظار کوي، او خبر ورکړي مومنانو ته هغوی چې نیک عملونه کوي په هغه څه سره چې دوی خوشحالوي چې یقینا شته دی دوی لره ثواب ښایسته چې هیڅ قسم ثواب ورسره نه برابریږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ