سوره الکهف (غار) (آیت 33)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




18 الکهف(الكهف)، آیت ۳۳

كِلْتَا الْجَنَّتَيْنِ آتَتْ أُكُلَهَا وَلَمْ تَظْلِمْ مِنْهُ شَيْئًا ۚ وَفَجَّرْنَا خِلَالَهُمَا نَهَرًا 33 ٣٣

دغه دواړه باغونه خپلې مېوې كوي اوهېڅ شى ترې نه نه كموي او مونږ د دواړو په مینځ كې ویاله بهولې ده (۳۳)

تفسیر
نو ورکولې به هر یو باغ میوې خپلې د کجورو او انګورو او نورو میوو نه، او هیڅ شی به ترې نه کمیدلو، بلکې پوره پوره به یې ورکولې، او مونږ روانه کړې وه د دوی تر منځ یوه ویاله چې په اسانۍ سره یې اوبه کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ