سوره الکهف (غار) (آیت 35)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




18 الکهف(الكهف)، آیت ۳۵

وَدَخَلَ جَنَّتَهُ وَهُوَ ظَالِمٌ لِنَفْسِهِ قَالَ مَا أَظُنُّ أَنْ تَبِيدَ هَٰذِهِ أَبَدًا 35 ٣٥

او دى خپل باغ ته داخل شو، په داسې حال كې چې په خپل ځان ظلم كوونكى و، ويې ويل: زه ګمان نه كوم چې دا (باغ) به كله هم هلاك (او خراب) شي (۳۵)

تفسیر
او ننوت دا کافر خپل باغ ته په ملتیا د مومن سره د دې لپاره چې وښایي ده ته خپل باغونه او حال دا چې دا ظلم کوونکي و په خپل ځان باندې په کفر او په تکبر سره، وویل دې کافر: زه دا ګومان نه کوم چې دا باغ دې هلاک شي کوم چې ته وینې؛ د وجې د هغو اسبابو چې ما د دې د ژغورلو لپاره نیولي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ