سوره الکهف (غار) (آیت 40)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




18 الکهف(الكهف)، آیت ۴۰

فَعَسَىٰ رَبِّي أَنْ يُؤْتِيَنِ خَيْرًا مِنْ جَنَّتِكَ وَيُرْسِلَ عَلَيْهَا حُسْبَانًا مِنَ السَّمَاءِ فَتُصْبِحَ صَعِيدًا زَلَقًا 40 ٤٠

نو امېد دى چې ما ته به زما رب ستا له باغ نه غوره راكړي او په دغه (باغ) به له اسمانه عذاب (تندر) نازل كړي، نو هغه به وچ ښوى میدان شي (۴۰)

تفسیر
نو زه دا انتظار لرم چې رابه کړي ما ته الله تعالی غوره ستا د باغ نه، او یا به راولیږي ستا په باغ باندې عذاب له آسمانه، نو شي به ستا باغ یوه ځمکه چې هیڅ بوټی پکې نه وي ښویېږي به په دې کې قدمونه د هغه د ښویه والي له وجې نه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ