سوره الکهف (غار) (آیت 42)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




18 الکهف(الكهف)، آیت ۴۲

وَأُحِيطَ بِثَمَرِهِ فَأَصْبَحَ يُقَلِّبُ كَفَّيْهِ عَلَىٰ مَا أَنْفَقَ فِيهَا وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَىٰ عُرُوشِهَا وَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُشْرِكْ بِرَبِّي أَحَدًا 42 ٤٢

او د ده مېوې ګېرې كړى شوې، (هلاكې شوې) نو داسې شه چې خپل ورغوي يې (له افسوسه) مښل په هغه (مال) باندې چې ده په دغه (باغ) كې لګولى و، په داسې حال كې چې هغه د خپلو چتونو له پاسه لوېدلى و، او ده ویل: اى كاشكې ما د خپل رب سره هیڅوك نه وى شریك كړى (۴۲)

تفسیر
او یقیني شو هغه څه چې مومن یې توقع کوله، نو چاپېر شو هلاکت د کافر د باغ په میوو، نو شو دا کافر چې اړول راړول یې ورغوي خپل د زیاتې ملامتۍ او پښیمانتیا د وجې په هغه مال باندې چې د دې د باغ په ابادولو او برابرولو یې خرچ کړی، او باغ راپریوتلی و په خپلو ستنو هغه چې په هغوی باندې یې د انګورو څانګې خورې کړې وې، او وایي: های افسوس کاش چې ما یواځې په خپل رب باندې ایمان راوړی و، او د هغه سره مې هيڅوک په عبادت کې نه و شریک کړی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ