سوره الکهف (غار) (آیت 45)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




18 الکهف(الكهف)، آیت ۴۵

وَاضْرِبْ لَهُمْ مَثَلَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَاءٍ أَنْزَلْنَاهُ مِنَ السَّمَاءِ فَاخْتَلَطَ بِهِ نَبَاتُ الْأَرْضِ فَأَصْبَحَ هَشِيمًا تَذْرُوهُ الرِّيَاحُ ۗ وَكَانَ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ مُقْتَدِرًا 45 ٤٥

او ته دوى ته د دنيايي ژوند مثال بیان كړه چې د هغو اوبو په شان دى چې مونږ له اسمان نه نازلې كړې دي، نو په دغو سره د ځمكې زرغونه یو بل سره ګډه وډه شي، بیا (دغه زرغونه) وچه كلكه ماته ماته شي، چې بادونه يې الوځوي او الله په هر شي باندې قدرت لرونكى دى (۴۵)

تفسیر
او بیان کړه -ای پیغمبره- په دنیا باندې دوکه شوي خلکو ته یو مثال، نو مثال د دنیا په ختمیدلو او زر تیریدلو کې په شان د باران د اوبو دی چې مونږ نازلې کړي د آسمانه، نو رازرغون شوي په دې اوبو سره د ځمکې بوټي او شنه شوي، نو وګرځي دا بوټې مات مات ذره ذره، چې باروي بادونه زرې د دې نورو ځایونو ته، نو ځمکه خپل پخواني حالت راوګرځي، او دی الله تعالی په هر شي باندې قدرت لرونکی، نشي عاجز کولی هغه لره هیڅ شی، نو ژوندي کوي څه شي چې وغواړي، او مړه کوي (هلاکوي) څه چې وغواړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ