سوره الکهف (غار) (آیت 49)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




18 الکهف(الكهف)، آیت ۴۹

وَوُضِعَ الْكِتَابُ فَتَرَى الْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَا وَيْلَتَنَا مَالِ هَٰذَا الْكِتَابِ لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً إِلَّا أَحْصَاهَا ۚ وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا ۗ وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا 49 ٤٩

او كتاب به كېښودلى شي، نو ته به مجرمان ویني چې له هغه څه نه به وېرېدونكي وي چې په ده كې دي او وايي به: اى زمونږ هلاكته! د دې كتاب (اعمالنامې) څه حال دى چې نه وړه (ګناه) پرېږدي او نه غټه مګر هغه يې حساب كړې ده او دوى به خپل كړي عملونه حاضر ومومي، او ستا رب په هیچا ظلم نه كوي (۴۹)

تفسیر
او د عملنامو کتاب به کیښودل شي، نو بعضي خلک به اخیستونکي وي خپلو عملنامو لره په ښي لاس، او بعضي به اخیستونکي وي خپلو علمنامو لره په چپ لاس، او وینې به ته -ای انسانه- کافرانو لره ویریدونکي د هغه حالت نه چې دوی پکې دي؛ ځکه چې دوی پوهیږي په هغه څه چې دوی مخکې لیږلي د کفر او ګناهونو څخه، او وائې به: ای هلاکت او مصیبت زمونږه! څه وجه ده دې کتاب لره چې نه پریږدي ورکوټی او غټ زمونږ د عملونو څخه مګر ساتلی یې دي او شمیرلي یې دي، او بیا به مومي دوی هغه چې دوی کړي په ژوند دنیوي کې د ګناهونو څخه لیکل شوي ساتل شوي، او ظلم نه کوي رب ستا -ای پیغمبره- په هیچا باندې، نو سزا نه ورکوي هیچا لره بې ګناه، او نه کموي د نیکانو د بدلې نه هیڅ ثواب د هغو د نیکو عملونو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ