سوره الفتح (فتح) (آیت 14)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




48 الفتح(الفتح)، آیت ۱۴

وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ يَغْفِرُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا 14 ١٤

او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې باچايي ده، چا ته چې وغواړي بخښنه كوي او چا ته چې وغواړي عذاب وركوي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى (۱۴)

تفسیر
او يوازې الله لره د آسمانونو او ځمکې پاچايي ده، له بندګانو يې چې چاته وغواړي ګناهونه يې ورته بښي، نو په خپله پېرزوينه يې جنت ته ننباسي، او چاته وغواړي په عدالت سره عذاب ورکوي، او الله له خپلو بندګانو څخه د هغه چا بښونکی دی چې توبه وباسي، پر هغوی مهربان دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ