سوره الکهف (غار) (آیت 51)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




18 الکهف(الكهف)، آیت ۵۱

مَا أَشْهَدْتُهُمْ خَلْقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَا خَلْقَ أَنْفُسِهِمْ وَمَا كُنْتُ مُتَّخِذَ الْمُضِلِّينَ عَضُدًا 51 ٥١

ما دغه (شیطانان) د اسمانونو او ځمكې پیدا كولو ته نه دي حاضر كړي او نه د دوى د ځانونو پیدا كولو ته او زه ګمراه كوونكو لره مټ (بازو) جوړوونكى (نیونكى) نه یم (۵۱)

تفسیر
دا کسان چې تاسې نیولي دوستان پغیر له ما نه دوی ستاسې په شان بندګان دي، ما ندي حاضر کړي دوی پیدایښت د اسمانونو او نه پیدایښت د ځمکې ته کله چې ما دا پیدا کول، بلکې دوی په دغه وخت کې بیخې وو نه، او ما نه وو حاضر کړي بعضي د دوی نه په پیدایښت د بعضو نورو کې، نو زه یواځي یم په پيدایښت او برابرولو د چارو کې، او مونږ نه یو نیوونکي ګمراهانو لره د انسي او جني شیطانانو څخه مددګاران، نو زه بې حاجته یم د مددګارانو نه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ