سوره الکهف (غار) (آیت 57)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
18
الکهف(الكهف)، آیت ۵۷
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ ذُكِّرَ بِآيَاتِ رَبِّهِ فَأَعْرَضَ عَنْهَا وَنَسِيَ مَا قَدَّمَتْ يَدَاهُ ۚ إِنَّا جَعَلْنَا عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَنْ يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا ۖ وَإِنْ تَدْعُهُمْ إِلَى الْهُدَىٰ فَلَنْ يَهْتَدُوا إِذًا أَبَدًا
او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې ده ته دخپل رب په ایتونو سره نصیحت وركړى شي، نو دى له هغو نه مخ واړوي او هغه عملونه هېر كړي چې د ده لاسونو مخكې لېږلي دي، بېشكه مونږ د دوى په زړونو پردې اچولې دي، د دې لپاره چې دوى په ده پوه (نه) شي او د دوى په غوږونو كې مو كوڼوالى (اچولى دى) او كه ته دوى هدایت ته بلې، نو دوى به له سره هيڅكله هم هدایت ونه مومي (۵۷)
تفسیر
او نشته هیڅوک ډیر ظلم کوونکی د هغه چا نه چې پند ورکړی شوی هغه ته په آیتونو د رب د ده، نو پروا یې ونه کړه په هغه څه چې پدې کې دي د وعید او عذابه، او مخ یې واړاوه د پند اخیستلو نه په دې باندې، او هیر کړي یې دي هغه ګناهونه چې مخکې یې کړي په خپل دنیوي ژوند کې د کفر او ګناهونو څخه او د هغو څخه یې توبه نه وي ویستلې، یقینا مونږ ګرځولی په زړونو د هغه چا چې دا یې صفت دی پردې چې منعه کوي یې د قرآن کریم د پوهې نه، او په زړونو د دوی کې کوڼوالی دی د قرآن کریم د اوریدلو نه، نو نه اوري دې لره په اوریدلو د قبلولو، او که ته چیرته دوی راوغواړي ایمان طرف ته نو دوی هیڅکله نه قبلوي هغه څه چې ته یې ورته دعوت ورکوې تر کومه چې د دوی په زړونو باندې دا پردې وي، او په غوږونو کې یې کوڼوالی وي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: