سوره الکهف (غار) (آیت 58)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
18
الکهف(الكهف)، آیت ۵۸
وَرَبُّكَ الْغَفُورُ ذُو الرَّحْمَةِ ۖ لَوْ يُؤَاخِذُهُمْ بِمَا كَسَبُوا لَعَجَّلَ لَهُمُ الْعَذَابَ ۚ بَلْ لَهُمْ مَوْعِدٌ لَنْ يَجِدُوا مِنْ دُونِهِ مَوْئِلًا
او هم ستا رب ډېر بخښونكى، د رحمت والا دى، كه دوى يې د خپلو كړو ګناهونو په سبب نیولي وى، (نو) دوى ته به يې عذاب خامخا ژر رالېږلى و، بلكې د دوى لپاره د وعدې وخت شته، (نو) دوى به له هغه (الله) نه غیر هېڅ پناه ځاى ونه مومي (۵۸)
تفسیر
او دا چې نبي - صلی الله عليه وسلم - د درواغ ګڼونکو سزا ته لېواله نه وي، الله ورته وویل: اې ارسوله! پالونکی دې د خپلو توبه وېستونکو بنده ګانو د ګناهونو بښونکی دی، د داسې لورېينې څښتن دی چې هرڅه ته پراخه ده او د هغه له لورېينې دا هم ده چې ګناهګارانو ته فرصت ورکوي، چې کېدای شي توبه ورته وباسي، که الله تعالی دغو مخ اړوونکو ته سزا ورکولای؛ نو د دنيا په ژوند کې به يې د سزا په ورکولو بيړه کړې وای، خو هغه زغم لرونکی مهربان دی، له هغوی يې سزا وروسته کړه، تر څو توبه وباسي، بلکې د هغوی لپاره ټاکل شوی ځای او زمانه دي چې د هغوی د کفر او مخ اړونې له امله به پکې سزا ورکول کيږي که توبه ونه باسي، چې له هغه څخه به هيڅکله کوم داسې پناه ځای ونه مومي چې پناه ورته يوسي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: