سوره الکهف (غار) (آیت 5)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
18
الکهف(الكهف)، آیت ۵
مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ وَلَا لِآبَائِهِمْ ۚ كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ ۚ إِنْ يَقُولُونَ إِلَّا كَذِبًا
دوى ته په دې خبره هېڅ علم نشته او نه د دوى پلرونو ته، دا د خبرې په لحاظ ډېره غټه (خبره) ده چې د دوى له خولو نه راوځي، دوى نه وايي مګر دروغ (۵)
تفسیر
نشته دې دروغ جوړوونکو لره څه علم او دلیل په هغې دعوه چې دوی یې کوي د نسبت د زوی (نازولي) الله تعالی ته، او نشته د دوی هغو پلارانو (مشرانو) لره چې دوی یې تقلید کوي په دې کې څه دلیل، ډیره زیاته قبیحه ده دغه خبره چې د دوی د خولو نه په ناپوهۍ سره راوځي، نه وایي دوی مګر وینا د دروغو، چې هیڅ اساس او دلیل ورله نشته.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: