سوره الکهف (غار) (آیت 60)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




18 الکهف(الكهف)، آیت ۶۰

وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِفَتَاهُ لَا أَبْرَحُ حَتَّىٰ أَبْلُغَ مَجْمَعَ الْبَحْرَيْنِ أَوْ أَمْضِيَ حُقُبًا 60 ٦٠

او (یاد كړه) هغه وخت چې موسٰى خپل ځلمي ته وویل: زه به تل ځمه، تر هغه پورې چې د دوه دریابونو د جمع كېدو ځاى ته ورسېږم، یا به ګرځمه ډېرې زمانې (۶۰)

تفسیر
او یاد کړه -ای پیغمبره- هغه وخت کله چې موسی -علیه السلام- خپل خادم یوشع بن نون ته وویل: زه به ځم تر څو چې زه ورسیږم ځای د یوځای کیدلو د دوو دریابونو، او یا به زه ډیره زمانه ځم تر څو چې زه مخامخ شم د هغه نیک بنده سره، نو د هغه نه به علم یاد کړم.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ