سوره الکهف (غار) (آیت 69)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
18
الکهف(الكهف)، آیت ۶۹
قَالَ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ صَابِرًا وَلَا أَعْصِي لَكَ أَمْرًا
هغه وویل: كه الله وغواړي ته به ما ضرور صبر كوونكى ومومې او زه به ستا د حكم نافرماني نه كوم (۶۹)
تفسیر
موسی -علیه السلام- وویل: زر دی چې ته بیامومې ما لره ان شاء الله صبر کوونکی په هغو کارونو چې زه یې ستا څخه وینم، کلک به یم ستا په تابعدارۍ باندې، هیڅ نافرماني به نه کوم ستا د هیڅ یو کار چې ته یې ما ته کوي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: