سوره یس (یاسین) (آیت 83)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
36
یس(يس)، آیت ۸۳
فَسُبْحَانَ الَّذِي بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ
نو پاكي ده هغه (الله) لره چې خاص د هغه په لاس كې د هر شي باچاهي ده او خاص هغه ته به بېرته بېولى كېږئ (۸۳)
تفسیر
نو الله پاک او سپېڅلی دی له هغه ناتوانۍ څخه چې مشرکان یې ورته منسوبوي، نو هغه لره خو د ټولو شیانو پاچایي ده لاسوهنه پکې کوي څرنګه چې وغواړي، او د ده په لاس کې د هر شي کلیګانې دي، او یوازې همده ته په آخرت کې ورګرځول کېږئ، نو تاسو ته به ستاسو د کړنو بدله درکوي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: