سوره الکهف (غار) (آیت 71)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
18
الکهف(الكهف)، آیت ۷۱
فَانْطَلَقَا حَتَّىٰ إِذَا رَكِبَا فِي السَّفِينَةِ خَرَقَهَا ۖ قَالَ أَخَرَقْتَهَا لِتُغْرِقَ أَهْلَهَا لَقَدْ جِئْتَ شَيْئًا إِمْرًا
نو دوى دواړه روان شول تر دې چې كله دوى په كشتۍ كې سواره شول، نو ده هغه كشتۍ سورۍ كړه، موسٰى وویل: ایا تا دا د دې لپاره سورۍ كړه چې ته د دې اهل (سورلۍ) غرق كړې، یقینًا یقینًا تا ډېر دروند (او ناروا) كار وكړ (۷۱)
تفسیر
نو هر کله چې دې دواړو اتفاق وکړ په دې خبرو نو روان شول د دریاب غاړې ته تر دې چې یوې کښتۍ سره مخامخ شول، نو په هغې کې سپاره شو پغیر د کرایي نه د خضر -علیه السلام- د احترام د وجې نه، نو خضر -علیه السلام- هغه کښتۍ سورۍ کړه په راویستلو د یوې تختې د هغې له تختو څخه، نو موسی -علیه السلام- ورته وویل: آیا تا سورۍ کړه دې کښتۍ لره حال دا چې مونږ د دې کښتۍ والا پغیر د کرايي نه سواره کړو د دې لپاره چې دوی غرق شي؟! یقیتا تا راتلل وکړل یو ډیر لوی کار ته.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: