سوره الکهف (غار) (آیت 77)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




18 الکهف(الكهف)، آیت ۷۷

فَانْطَلَقَا حَتَّىٰ إِذَا أَتَيَا أَهْلَ قَرْيَةٍ اسْتَطْعَمَا أَهْلَهَا فَأَبَوْا أَنْ يُضَيِّفُوهُمَا فَوَجَدَا فِيهَا جِدَارًا يُرِيدُ أَنْ يَنْقَضَّ فَأَقَامَهُ ۖ قَالَ لَوْ شِئْتَ لَاتَّخَذْتَ عَلَيْهِ أَجْرًا 77 ٧٧

بیا دواړه روان شول تر هغه پورې چې د یو كلي اوسېدونكو ته راغلل (، نو) د هغه (كلي) له اوسېدونكو نه يې طعام (خوراك) وغوښت، نو هغوى دوى دواړو ته د مېلمستیا وركولو نه انكار وكړ، بیا دوى په دغه (كلي) كې یو دېوال وموند چې غوښتل يې ونړېږي، نو ده (خضر) هغه سم كړ، هغه (موسٰى) وویل: كه تا غوښتلى (نو) خامخا په دې (سازولو) به دې مزدوري اخيستې وى (۷۷)

تفسیر
نو دواړه روان شول تر هغه پورې چې ورسېدل د یو کلي والا ته نو د هغوی نه ئې خوراک وغوښتلو، پس هغوی انکار وکړو چې دې دواړو ته خوراک ورکړي، او د میلمستیا حق ورله ادا کړي، نو دوی په دې کلي کې یو دیوال بیامونده چې کوږ شوی و او نږدې و چې راوغورځیږي او خراب شي، نو خضر -علیه السلام- هغه سم کړ تر دې چې نیغ برابر شو، نو موسی -علیه السلام- خضر -علیه السلام- ته وویل: که چیرته تا غوښتلی وی اخیستل د بدلې د دې په جوړولو نو اخیستلې به دې وه؛ زمونږ د اړتیا له امله، وروسته له دې چې هغوی زمونږ د میلمستیا کولو نه انکار وکړو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ