سوره الکهف (غار) (آیت 79)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




18 الکهف(الكهف)، آیت ۷۹

أَمَّا السَّفِينَةُ فَكَانَتْ لِمَسَاكِينَ يَعْمَلُونَ فِي الْبَحْرِ فَأَرَدْتُ أَنْ أَعِيبَهَا وَكَانَ وَرَاءَهُمْ مَلِكٌ يَأْخُذُ كُلَّ سَفِينَةٍ غَصْبًا 79 ٧٩

هرچې كشتۍ وه، نو هغه د هغو مسكینانو وه چې په بحر كې يې كار كاوه، نو ما اراده وكړه چې زه هغه عیبجنه كړم، په داسې حال كې چې د دوى په مخه كې یو داسې باچا و چې هره (روغه) كشتۍ به يې په زور سره اخيستله (۷۹)

تفسیر
هر چې هغه کښتۍ وه چې تا په ما باندې د هغې د سوري کولو انکار وکړو؛ نو هغه د غریبانو خلکو وه چې په دریاب کې ئې پرې مزدوري کوله له هغې پرته یې بله کومه چاره نه وه، نو ما وغوښتل چې دا کښتۍ عیبناکه شي په هغه طریقه چې ما وکړه؛ تر دې چې واکدار (مسلط) نه شي په هغوی باندې هغه ظالم بادشاه چې د دوی مخې ته و او هره روغه کښتۍ به ئې په زور سره د خپلو مالکانو نه اخیستله، او هره عیبناکه کښتۍ به ئې پریښودله.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ