سوره الکهف (غار) (آیت 94)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




18 الکهف(الكهف)، آیت ۹۴

قَالُوا يَا ذَا الْقَرْنَيْنِ إِنَّ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلَىٰ أَنْ تَجْعَلَ بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمْ سَدًّا 94 ٩٤

دوى وویل: اى ذوالقرنینه! بېشكه یاجوج او ماجوج په ځمكه كې فساد كوونكي دي، نو ایا مونږ تا لپاره لګښت مقرر كړو، د دې لپاره چې ته زمونږ په مینځ كې او د دوى مینځ كې یو دېوال جوړ كړې؟ (۹۴)

تفسیر
دوی وویل: ای ذو القرنین! بیشکه یاجوج او ماجوج (چې دا د بنې آدمو څخه دوه لوی امتونه دي) فساد کوونکي دي په ځمکه کې د هغو مرګونو او فسادونو په وجه چې دوی ئې کوي، نو آیا مونږ نه راجمع کوو تا لره څه مال په دې شرط چې ته جوړ کړي زمونږ او د دوی ترمنځ یو دیوال؟.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ