سوره الکهف (غار) (آیت 95)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




18 الکهف(الكهف)، آیت ۹۵

قَالَ مَا مَكَّنِّي فِيهِ رَبِّي خَيْرٌ فَأَعِينُونِي بِقُوَّةٍ أَجْعَلْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ رَدْمًا 95 ٩٥

ده وویل: هغه څیزونه چې ما ته په هغو كې زما رب قدرت راكړى دى (هغه) ډېر غوره دي، نو تاسو زما سره مرسته په محنت (او كار) سره وكړئ، زه به ستاسو په مینځ كې او د دوى په مینځ كې ښه مضبوط دېوال جوړ كړم (۹۵)

تفسیر
وویل ذو القرنین: هغه بادشاهي او ملک چې زما رب ما ته راکړی ډیر غوره دی د هغه مال نه چې تاسې ئې ما ته راکوي، نو پس تاسې زما مدد وکړئ په سړو او سامان آلاتو سره زه به جوړ کړم ستاسې او د دوی ترمنځ پوخ دیوال.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ