سوره مریم (آیت 37)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




19 مریم(مريم)، آیت ۳۷

فَاخْتَلَفَ الْأَحْزَابُ مِنْ بَيْنِهِمْ ۖ فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ مَشْهَدِ يَوْمٍ عَظِيمٍ 37 ٣٧

نو دغه ډلې په خپل منځ كې سره مختلفې شوې، نو كافران شویو كسانو لپاره د ډېرې سترې ورځې له حاضرېدو هلاكت (او خرابي) دى (۳۷)

تفسیر
نو اختلاف وکړ اختلاف کوونکو د عیسی علیه السلام باره کې پس شول دوی بېلابېلې ډلې د هغه د قوم نه، نو ځینو پرې ایمان راوړ او وئې ویل: دا پیغمبر دی، او ځینو پرې کفر وکړ لکه یهودیانو، همدارنګه ځینو ډلو د دې باره کې د حد نه تیری وکړ، نو ځینو پکې وویل چې: دا الله دی، او ځینو وویل: دا د الله تعالی زوی (نازولی) دی، اوچت دی الله تعالی د دې نه، پس هلاکت دی اختلاف کوونکو لره د دې باره کې د حاضریدو د قیامت د لویې ورځې نه سره د هغو صحنو او حساب او سزا نه چې په دې لویه ورځ کې دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ