سوره مریم (آیت 38)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
19
مریم(مريم)، آیت ۳۸
أَسْمِعْ بِهِمْ وَأَبْصِرْ يَوْمَ يَأْتُونَنَا ۖ لَٰكِنِ الظَّالِمُونَ الْيَوْمَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ
دوى به څه ښه اورېدونكي او څه ښه لیدونكي وي! په هغې ورځ چې مونږ ته به راځي، لېكن ظالمان نن ورځې په ښكاره ګمراهۍ كې دي (۳۸)
تفسیر
څومره ښه اوریدل به کوي دوی په دغه ورځ او څومره ښه لیدل به کوي، دوی اوریدل وکړل خو لیکن په داسې وخت کې چې اوریدلو ورته فایده ورنه کړه، او دوی لیدل وکړل خو په هغه وخت کې چې لیدلو به ورته فایده ورنه کړي، خو لیکن ظالمان خلک په دنیا کې په ښکاره ګمراهۍ کې دي د سمې لارې نه، نو دوی اخرت ته نه تیاریږي تر دې چې ناڅاپه ورته راشي او دوی به په خپل ظلم کې وي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: