سوره مریم (آیت 46)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




19 مریم(مريم)، آیت ۴۶

قَالَ أَرَاغِبٌ أَنْتَ عَنْ آلِهَتِي يَا إِبْرَاهِيمُ ۖ لَئِنْ لَمْ تَنْتَهِ لَأَرْجُمَنَّكَ ۖ وَاهْجُرْنِي مَلِيًّا 46 ٤٦

هغه (پلار د ابراهیم) وویل: اى ابراهیمه! ایا ته زما له معبودانو نه مخ ګرځوونكى يې، یقینًا كه ته منع نه شوې، نو زه به تا خامخا ضرور سنګسار كړم او له ما څخه ډېره موده لرې شه (۴۶)

تفسیر
آزر خپل زوی ابراهیم -علیه السلام- ته وویل: آیا ته مخ اړوونکی یې زما د هغو بوتانو نه چې زه ئې بندګي کوم ای ابراهیمه؟! که ته چیرته زما د بوتانو د بد ویلو نه لاس وانخلي نو زه به تا په تیږو وولم، او ته جدا شه زما نه ډیره موده نو زما سره خبرې مه کوه، او زما سره یو ځای کیږه هم مه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ