سوره مریم (آیت 49)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




19 مریم(مريم)، آیت ۴۹

فَلَمَّا اعْتَزَلَهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ ۖ وَكُلًّا جَعَلْنَا نَبِيًّا 49 ٤٩

نو كله چې دى له دوى نه او له هغو نه چې دغه خلق يې له الله نه غیر عبادت كوي؛ بېل شو (، نو) مونږ ده ته اسحق او یعقوب عطا كړل او دا هر یو مونږ نبیان ګرځولي وو (۴۹)

تفسیر
نو هر کله چې ابراهیم -علیه السلام- هغوی او د هغوی هغه معبودان پریښودل چې هغوی یې د الله تعالی نه پرته بندګي کوله، مونږ هغه ته د هغه د کورنۍ بدل ورکړو نو مونږ ورته اسحاق ځوی وروبخښه، او یعقوب لمسی مو وروبخښه، او هر یو د دې دواړو نه مونږ پیغمبر وګرځاوه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ