سوره مریم (آیت 64)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




19 مریم(مريم)، آیت ۶۴

وَمَا نَتَنَزَّلُ إِلَّا بِأَمْرِ رَبِّكَ ۖ لَهُ مَا بَيْنَ أَيْدِينَا وَمَا خَلْفَنَا وَمَا بَيْنَ ذَٰلِكَ ۚ وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا 64 ٦٤

او (جبریل وویل) مونږ نه راكوځېږو مګر د خپل رب په امر سره، خاص د هغه لپاره دي هغه څه چې زمونږ په وړاندې دي او هغې چې زمونږ وروسته دي او هغه څه چې د دغو په مینځ كې دي۔ او ستا رب هیڅكله هېروونكى نه دى (۶۴)

تفسیر
او ووایه -ای جبریل- محمد -صلی الله علیه وسلم- ته: یقینا ملاېکې په خپله خوښه نه راښکته کیږي، بلکې د الله تعالی په امر راښکته کیږي، خاص الله تعالی لره دی اختیار د هغه کار چې مونږ به ورسره په اخرت کې مخامخ کیږو، او اختیار د هغه چې مونږ وروستو پریښې د دنیا د کار نه، او اختیار د هغو کارونو چې د دې دواړو ترمنځ دي، او نه دی ستا رب -ای پېغمبره- هیروونکی هیڅ څیز لره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ