سوره مریم (آیت 76)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




19 مریم(مريم)، آیت ۷۶

وَيَزِيدُ اللَّهُ الَّذِينَ اهْتَدَوْا هُدًى ۗ وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ خَيْرٌ عِنْدَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ مَرَدًّا 76 ٧٦

او الله هغو كسانو ته هدایت نور هم زیاتوي چې نېغه لار يې موندلې ده، او نېكۍ باقي پاتې كېدونكې ستا د رب په نیز د ثواب په لحاظ ډېرې غوره دي او د بېرته ورتللو په لحاظ ډېرې ښې دي (۷۶)

تفسیر
او د دې مهلت ورکولو په مقابل کې دې ګمراهانو لره تر دې چې د دوی ګمراهي نوره هم زیاته شي، زیاتوي الله تعالی هغو کسانو لره چې هدایت یې موندلی ایمان او تابعداري او هغه نیک عملونه چې رسوونکي دي همیشنۍ نیکبختۍ ته ډیر ګټور دي په نیزد د رب ستا -ای پېغمبره- په اعتبار د بدلې سره، او ډیر غوره دي په اعتبار د انجام سره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ