سوره مریم (آیت 7)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




19 مریم(مريم)، آیت ۷

يَا زَكَرِيَّا إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلَامٍ اسْمُهُ يَحْيَىٰ لَمْ نَجْعَلْ لَهُ مِنْ قَبْلُ سَمِيًّا 7 ٧

اى زكریا! بېشكه مونږ تا ته د داسې هلك زېرى دركوو چې د ده به نوم یحیٰی وي، مونږ ده ته له دې نه مخكې څوك همنامى نه دى ګرځولى (۷)

تفسیر
نو الله تعالی د دې دعا قبوله کړه، او اواز يې ورته وکړو: ای زکریا! بېشکه مونږ زیری درکوو تا ته په داسې څه چې تا به خوشحاله کړي، نو بېشکه مونږ ستا دعا قبوله کړې، او تا ته بچی درکوو چې یحیی نوم به یې وي، مونږ نه دی ګرځولی بل هیچا لره مخکې له دې څخه دا نوم.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ