داسې نه ده، ژر به دغه (معبودان) د دوى په عبادت سره منكر شي او دغه به د دوى په ضد (او خلاف) شي (۸۲)
تفسیر
هیچیرې داسې نه ده لکه دوی چې ګومان کوي، نو پس دا معبودان چې دوی یې د الله تعالی نه پرته بندګي کوي خامخا انکار به وکړي د مشرکېنو د بندګۍ نه دوی لره د قیامت په ورځ، او د دوی نه به بېزاره شي او د دوی دښمنان به شي.