سوره مریم (آیت 96)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




19 مریم(مريم)، آیت ۹۶

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَٰنُ وُدًّا 96 ٩٦

بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي ژر به رحمٰن د دوى لپاره (د خلقو په زړونو كې) مینه (او محبت) پیدا كړي (۹۶)

تفسیر
یقینا هغه کسان چې په الله تعالی يې ایمان راوړی او عملونه یې کړي نیک عملونه هغه چې د الله تعالی خوښ دي، زر دی چې الله تعالی به دوی لره مینه پیداکړي داسې چې پخپله به ورسره هم مینه کوي، او خپلو بندګانو ته به یې هم ګران کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ