سوره غافر (بښونکی) (آیت 35)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۳۵

الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آيَاتِ اللَّهِ بِغَيْرِ سُلْطَانٍ أَتَاهُمْ ۖ كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللَّهِ وَعِنْدَ الَّذِينَ آمَنُوا ۚ كَذَٰلِكَ يَطْبَعُ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ 35 ٣٥

هغه كسان چې د الله په ایتونو كې جګړې كوي بې له كوم داسې دلیله چې دوى ته راغلى وي، (دغه) د الله په نېز او د هغو كسانو په نېز چې ایمان يې راوړى د غضب په لحاظ غټه خبره ده، همداسې الله د تكبر كوونكي او جبر كوونكي په هر (جز د) زړه باندې مهر لګوي (۳۵)

تفسیر
هغه کسان چې د الله په آيتونو کې جګړې کوي چې راشي ورته په دې موخه چې رد یې کړي بې دلیله! د الله په ایتونو کې بې دلیله جګړې کول د الله او هغوکسانو پر وړاندې چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی غټه د غوسې خبره ده. لکه څنګه چې الله د دغوجګړه کوونکو پر زړونه مهر لګولی چې زموږ په آيتونو کې د هغو د باطلولو لپاره جګړې کوي، هر هغه څوک چې د حق څخه ځان لوی ګڼي د ځان د پاسه سر نه مني د هغه په زړه هم الله مهر وهي، حق ته به لار نه مومي او خير ته به لار نه پيداکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ