سوره مریم (آیت 97)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




19 مریم(مريم)، آیت ۹۷

فَإِنَّمَا يَسَّرْنَاهُ بِلِسَانِكَ لِتُبَشِّرَ بِهِ الْمُتَّقِينَ وَتُنْذِرَ بِهِ قَوْمًا لُدًّا 97 ٩٧

پس بېشكه همدا خبره ده چې مونږ دغه (قرآن) ستا په ژبه آسان كړى دى، د دې لپاره چې ته په ده سره پرهېزګارانو ته زېرى وركړې او ته په ده سره ډېر جګړه كوونكى قوم ووېروې (۹۷)

تفسیر
پس یقینا اسان کړی مونږ دا قرآن په نازلولو سره ستا په ژبه -ای پېغمبره- د دې لپاره چې ته پرې متقیانو ته زیری ورکړې هغوی چې زما حکمونه عملي کوي، او زما د منهیاتو څخه ځان ساتي، او وویروي په دې سره داسې قوم چې سخت جګړه مار دی او لویي کوونکی دی حق ته په غاړې کیښودلو کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ