سوره البقره (غویي) (آیت 104)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
2
البقره(البقرة)، آیت ۱۰۴
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقُولُوا رَاعِنَا وَقُولُوا انْظُرْنَا وَاسْمَعُوا ۗ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو’رَاعِنَا‘ (لفظ) مه وایئ او ’اُنْظُرْنَا‘ (مونږ ته وګوره) وایئ او (خبره) اورئ۔او د كافرانو لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى (۱۰۴)
تفسیر
الله تعالی مومنانو ته د ښایسته تورو (ښو خبرو) د غوره کولو سپارښتنه کوي او وایي: ای مومنانو! تاسو د (راعنا) کلمه چې (زمونږ خیال وساته) مه وایئ؛ ځکه یهودیان دا کلمه بدلوي او نبي علیه السلام پرې مخاطب کوي او د فاسدې او بدې معنا موخه لري چې رعونت (کم عقلي) دی، نو الله تعالی د دې کلیمي د استعمالولو څخه مسلمانان منع کړل، څو د دوی د فساد دروازه بنده کړي، او خپلو بندګانو ته یې امر وکړ چې د هغې پر ځای ووایي: (انظرنا) چې مونږ ته صبر وکړه چې ستا په خبره پوره ځان پوهه کړو، او دا کلمه د بدې معنا له ډار څخه پرته هماغه معنا ورکوي او د کافرانو لپاره دردونکی عذاب دی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: