سوره البقره (غویي) (آیت 105)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۰۵

مَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلَا الْمُشْرِكِينَ أَنْ يُنَزَّلَ عَلَيْكُمْ مِنْ خَيْرٍ مِنْ رَبِّكُمْ ۗ وَاللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ 105 ١٠٥

دا خبره نه هغه كسان خوښوي چې په اهل كتابو كې كافر شوي دي او نه يې مشركان، چې ستاسو د رب له جانبه په تاسو څه خیر نازل كړى شي، او الله په خپل رحمت سره خاص كوي هغه څوك چې يې وغواړي، او الله د عظیم فضل خاوند دى (۱۰۵)

تفسیر
نه خوښوي کافران - هره ډله چې وي: کتابیان وي او که مشرکان- دا چې تاسو ته دې د خپل رب له خوا ښېګڼه راواستول شي، که هغه لږه وي او که ډېره او الله تعالی ځانګړی کوي له خپلو بندګانو څخه د نبوت، وحی او ایمان په لورینې سره چا ته یې چې خوښه شي، او الله تعالی د لوی فضل څښتن دی، پس هېڅ یو مخلوق ته ښېګڼه نه رسي مګر د الله تعالی لخوا وي، او د هغه د فضل څخه دادی چې پیغمبران یې رالېږلي او کتابونه یې نازل کړي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ