سوره البقره (غویي) (آیت 106)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۰۶

مَا نَنْسَخْ مِنْ آيَةٍ أَوْ نُنْسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍ مِنْهَا أَوْ مِثْلِهَا ۗ أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 106 ١٠٦

مونږ چې كوم ایت منسوخ كوو، یا يې (د مومنانو له زړونو نه) هیرَوُو، نو له هغه نه غوره، یا د هغه په شان راوړو، ایا ته پوه نه يې چې یقینًا الله پر هر شي باندې ښه قادر دى (۱۰۶)

تفسیر
الله تعالی بیانوي چې کله د یو آیت حکم پورته کړي او یا یې توري پورته کړي او خلک یې هېر کړي، نو الله تعالی په نږدې یا لرې کې له هغې ډېر ګټور حکم رالېږي او یا له هغه سره سم حکم رالېږي او دا هر څه د الله تعالی په علم او حکمت سره کېږي او ته ښه پوهېږي -ای پېغمبره- چې بېشکه الله تعالی په هر څه برلاسه دی، نو څه چې وغواړي هغه کوي او چې څه وغواړي د هغې پرېکړه کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ