ایا ته پوه نه يې چې یقینًا الله چې دى، د اسمانونو او ځمكې بادشاهي خاص د هغه لپاره ده، او تاسو لپاره له الله نه غیر (بل) هېڅ كارساز نشته او نه مددګار (۱۰۷)
تفسیر
ته پوهېږې -ای پیغمبره- چې الله تعالی د اسمانونو او زمکې مالک دی، پرېکړه کوي د هغه څه چې وغواړي، او خپلو بندګانو ته د هغه څه امر کوي چې خوښه یې شي او له هغه څه یې منع کوي چې خوښه یې شي، او هغه شریعت ورته پرېږدي چې خوښه یې شي او هغه څه منسوخوي چې خوښه یې شي، نو له الله تعالی پرته ستاسو بل دوست نشته چې ستاسي کارونه وکړي، او نه مو مرستندوی شته چې ضرر درنه لرې کړي، بلکې یوازې الله تعالی مرستندوی دی په دې کارونو کې او هماغه په دې کارونو برلاسی دی.