سوره البقره (غویي) (آیت 108)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۰۸

أَمْ تُرِيدُونَ أَنْ تَسْأَلُوا رَسُولَكُمْ كَمَا سُئِلَ مُوسَىٰ مِنْ قَبْلُ ۗ وَمَنْ يَتَبَدَّلِ الْكُفْرَ بِالْإِيمَانِ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ 108 ١٠٨

ایا تاسو اراده لرئ چې له خپل رسول نه (داسې) سوال وكړئ لكه څنګه چې له دې نه مخكې له موسٰی نه سوال شوى و؟ او هغه څوك چې د ایمان په بدل كې كفر واخلي، نو یقینًا هغه له سمې لارې نه بې لارې شو (۱۰۸)

تفسیر
ای مومنانو! ستاسو له شان سره مناسب نه ده چې تاسو له خپل پیغمبر څخه د نیوکې او اعتراض په ډول پوښتنه وکړئ لکه څرنګه چې د موسی علیه السلام قوم د خپل پېغمبر څخه مخکې داسې پوښتنې کولې؛ لکه چې دوی به ویل: (مونږ ته الله تعالی ښکاره وښایاست) (النساء: ۱۵۳)، او چا چې کفر د ایمان پر ځای واخیست نو دې له نېغې او منځنۍ لارې څخه ګمراه شو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ