سوره البقره (غویي) (آیت 10)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۰

فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ فَزَادَهُمُ اللَّهُ مَرَضًا ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ 10 ١٠

د دوى په زړونو كې بېماري ده، نو الله دوى ته بېماري ورزیاته كړه، او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى؛ په دې سبب چې دوى به همېشه دروغ ویل (۱۰)

تفسیر
د دوی (د عذاب) لامل دادی چې د دوی په زړونو کې شک دی، پس الله تعالی د دوی دا شک نور هم ډېر کړ، بدله له هماغه ډول څخه ورکول شوه کوم عمل یې چې تر سره کړی وو او د دوی لپاره دردناک عذاب دی د دوزخ په ښکتني پوړ کې، په سبب د دې چې دوی په الله او خلکو باندې دروغ تپل او هغه څه یې دروغ بلل کوم چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړي وو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ