Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 10 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 10 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ فَزَادَهُمُ اللَّهُ مَرَضًا ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ 10
ترجمه:
د دوى په زړونو كې بېماري ده، نو الله دوى ته بېماري ورزیاته كړه، او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى؛ په دې سبب چې دوى به همېشه دروغ ویل البقره ۲:۱۰
تفسیر:
د دوی (د عذاب) لامل دادی چې د دوی په زړونو کې شک دی، پس الله تعالی د دوی دا شک نور هم ډېر کړ، بدله له هماغه ډول څخه ورکول شوه کوم عمل یې چې تر سره کړی وو او د دوی لپاره دردناک عذاب دی د دوزخ په ښکتني پوړ کې، په سبب د دې چې دوی په الله او خلکو باندې دروغ تپل او هغه څه یې دروغ بلل کوم چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړي وو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 9 راتلونکې البقره • آیت 11