دوى له الله سره دوكه كوي، او له هغو خلقو سره چې ایمان يې راوړى دى، حال دا چې دوى يواځې له هم خپلو ځانونو سره دوكه كوي، او شعور نه لري البقره ۲:۹ ⧉
تفسیر:
هغوی د خپلې ناپوهۍ له مخې باور لري چې الله او مؤمنانو ته د ايمان په ښکاره کولو او کفر په پټولو دوکه ورکوي، خو هغوی پر دې نه پوهيږي چې الله تعالی پر پټو او ښکاره و پوهيږي او مؤمنان يې د هغوی پر صفتونو او حالتونو خبر کړي دي.