Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 11 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 11 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ 11
ترجمه:
او كله چې دوى ته وویل شي چې په ځمكه كې فساد مه كوئ، دوى وايي: یقینًا همدا خبره ده چې مونږ بس اصلاح كوونكي یو البقره ۲:۱۱
تفسیر:
او کله چې په زمکه کې له فساد کولو څخه منع شي، چې کفر، ګناهونه او وغیره مه کوئ، نو دوی انکار کوي او ګمان کوي چې همدوی خاوندان د صلاح (روغې) او اصلاح (روغې راوستلو) دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 10 راتلونکې البقره • آیت 12