سوره البقره (غویي) (آیت 110)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۱۰

وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ ۚ وَمَا تُقَدِّمُوا لِأَنْفُسِكُمْ مِنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِنْدَ اللَّهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ 110 ١١٠

او تاسو لمونځ قايموئ او زكات وركوئ، او هر هغه خیر (نېكي) چې تاسو يې د خپلو ځانونو لپاره مخكې لېږئ، هغه به له الله سره ومومئ، بېشكه الله هغه عمل لره ښه لیدونكى دى چې تاسو يې كوئ (۱۱۰)

تفسیر
لمونځ له ارکانو، واجباتو او سنتو سره پوره ادا کړئ او د خپلو مالونو زکات مستحقو خلکو ته ورکړئ او هره نېکه کړنه چې خپل ژوند کې کوئ او له مرګ څخه مخکې یې په آخرت کې له ځان لپاره توښه وړاندې کوئ؛ نو تاسو به یې د قیامت په ورځ د الله تعالی په نزد ثواب ووینئ، او هغه به پوره بدله درکړي، بېشکه الله تعالی د هرې کړنې چې تاسو یې کوئ لیدونکی دی، نو هر چا ته د خپلې کړنې بدله ورکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ