سوره البقره (غویي) (آیت 112)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۱۲

بَلَىٰ مَنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لِلَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَلَهُ أَجْرُهُ عِنْدَ رَبِّهِ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ 112 ١١٢

ولې نه! چا چې خپل مخ د الله تابع كړو او نېكي كوونكى و، نو د هغه لپاره د خپل رب په نیز اجر دى، او په دوى باندې نه هېڅ وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي (۱۱۲)

تفسیر
بېشکه جنت ته یوازې هغه کسان ننوځي چې الله تعالی ته یې په اخلاص سره مخه کړې وي او پر اخلاص سربېره په بندګۍ کې د رسول علیه السلام په هغه څه کې پېروي وکړي چې ده راوړي دي، پس همدا کس به جنت ته ننوځي، له هرې ډلې چې وي او ده لره د پرودګار په نزد ثواب دی او په راتلونکي آخرت کې به پر دوی هېڅ ډول وېره او ډار نه وي او نه به هغه څه پسې غمکین وي چې دنیا کې ترې پاتې شوي وي او د محمد صلی الله علیه وسلم له راتللو وروسته دا صفات نه موندل کېږي مګر په مسلمانانو کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ