سوره البقره (غویي) (آیت 114)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۱۴

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ مَنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَنْ يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَىٰ فِي خَرَابِهَا ۚ أُولَٰئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَنْ يَدْخُلُوهَا إِلَّا خَائِفِينَ ۚ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ 114 ١١٤

او له هغه كس نه بل زیات ظالم څوك دى چې د الله جوماتونه بندوي (له دې خبرې نه) چې په دغو (جوماتونو) كې د هغه (الله) نوم یاد كړى شي او د دغو (جوماتونو) په ورانولو كې كوشش كوي، دغه كسان چې دي، دوى ته دا حق نشته چې دې (جوماتونو) ته ننوځي مګر دا چې وېرېدونكي وي۔، د دوى لپاره په دنیا كې رسوايي ده او د دوى لپاره په اخرت كې ډېر لوى عذاب دى (۱۱۴)

تفسیر
هیڅوک د هغه کس څخه غټ ظالم نه دی چې خلک په جوماتونو کې د الله تعالی د نوم له یادولو څخه بندوي، او د لمانځه، ذکر او تلاوت څخه خلک منعه کوي او تل یې د ورانولو او فساد خپرولو هڅه وکړي، چې ویې نړوي او خلک پکې د بندګي کولو څخه بند کړي، همدا د ورانولو هڅه کوونکو ته نه ښایي چې د الله تعالی جوماتونو ته ورننوځي مګر په داسې حال کې چې ویرېږي او زړونه یې رپېږي؛ د دوی د کفر کولو او د جوماتونو څخه د خلکو د بندولو له امله، دوی لره د دنیا په ژوند کې د مومنانو په لاس ذلت او سپکاوی دی، او په آخرت کې لوی عذاب دی ځکه چې خلک به یې د جوماتونو څخه بندول.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ