سوره البقره (غویي) (آیت 115)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۱۵

وَلِلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ ۚ فَأَيْنَمَا تُوَلُّوا فَثَمَّ وَجْهُ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ 115 ١١٥

او خاص د الله لپاره مشرق او مغرب دى، نو كوم طرف ته چې تاسو مخ كوئ، نو هلته د الله مخ دى، بېشكه الله ډېر فراخۍ والا، ښه پوه دى (۱۱۵)

تفسیر
د ختیځ او لوېدیځ او د دې دواړو تر منځ پاچاهي یوازې الله لره ده، خپلو بندګانو ته چې څرنګه وغواړي امر کوي، پس هر خوا ته چې مخ کوئ نو د الله تعالی سره مخامخ کېږئ، نو که چېرې تاسو ته بیت المقدس یا کعبې ته په مخ کولو امر وکړي، او یا په قبله پېژندلو کې تېروتۍ، او یا قبلې ته مخ کول درته ستونزمن وو، نو هېڅ باک نشته پر تاسو؛ ځکه ټولې خواوې الله لره دي، بېشکه الله تعالی د پراخۍ څښتن دی او لورینه یې ټول مخلوق ته په اسانتیا سره رسېږي، د بندګانو په نیتونو او کړنو پوه دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ