سوره البقره (غویي) (آیت 116)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۱۶

وَقَالُوا اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا ۗ سُبْحَانَهُ ۖ بَلْ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ كُلٌّ لَهُ قَانِتُونَ 116 ١١٦

او هغوى وویل: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى، (داسې نه ده) هغه (له دې خبرو نه) پاك دى، بلكې څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، هغه (ټول) خاص د هغه لپاره دي، ټول د هغه حكم منونكي دي (۱۱۶)

تفسیر
یهودیانو او عیسویانو او مشرکانو وویل: الله تعالی خپل ځان ته زوی نیولی دی! الله له دې څخه سپېڅلی او پاک دی، ځکه هغه د مخلوق څخه بې پروا دی، او زوی خو هغه څوک نیسي چې ورته اړتیا لري، او الله تعالی لره خو د اسمانونو او زمکې پاچاهي ده، او ټول مخلوقات د الله بندګان دي، د ده امر منونکي دي، څرنګه چې وغواړي تصرف پکې کولای شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ