سوره البقره (غویي) (آیت 118)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۱۸

وَقَالَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ لَوْلَا يُكَلِّمُنَا اللَّهُ أَوْ تَأْتِينَا آيَةٌ ۗ كَذَٰلِكَ قَالَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِثْلَ قَوْلِهِمْ ۘ تَشَابَهَتْ قُلُوبُهُمْ ۗ قَدْ بَيَّنَّا الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ 118 ١١٨

او وویل هغو كسانو چې (په هیڅ) نه پوهېږي: زمونږ سره الله ولې خبرې نه كوي، یا مونږ ته ولې كومه نښه نه راځي؟ همدارنګه د دوى د خبرې په شان خبره هغو كسانو (هم) كړې وه؛ چې له دوى نه مخكې وو، د دوى زړونه له یو بل سره مشابه (یوشان) شوي دي، یقینًا مونږ د هغو خلقو لپاره ایتونه بیان كړي دي چې یقین كوي (۱۱۸)

تفسیر
او هغو اهل کتابو چې نه پوهېدل او مشرکانو له حق سره د ضد له مخې وويل: ولې الله زموږ سره پرته له واسطې خبرې نه کوي او يا ولې موږ ته په ځانګړې حسي بڼه نه راځي؟ او د دوی د دغې وينا غوندې مخکېنيو درواغ ګڼونکو امتونو هم خپلو رسولانو ته همداسې ويلي وو که څه هم زمانې او ځايونه بېل بېل دي خو د دوی زړونه هغو خلکو ته په کفر، ضد او ناپوهۍ کې ورته دي چې له هغوی مخکې تېر شوي دي او موږ نښانې څرګندې کړې د هغو خلکو لپاره چې پر حق باور لري، کله چې هغوی ته ښکاره شي، نه شک ورته پېښېدی شي او نه يې ضد را ګرځوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ