سوره البقره (غویي) (آیت 120)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۲۰

وَلَنْ تَرْضَىٰ عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَىٰ حَتَّىٰ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ ۗ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَىٰ ۗ وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ ۙ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ 120 ١٢٠

او له تا نه خو به هیڅكله نه یهودیان راضي شی، او نه نصرانیان، تر دې چې ته د دوى د دین پیروي وكړې۔، ته ووايه: بېشكه د الله هدایت، هُم هغه (اصل) هدایت دى، او یقینًا كه تا، له دې نه پس چې تا ته علم راغى، د هغوى د خواهشاتو پیروي وكړه، (نو) تا لره د الله (له عذاب) نه (خلاصونكى) نه څوك دوست شته او نه كوم مددګار (۱۲۰)

تفسیر
الله خپل نبي په متوجه کولو او وېرولو سره مخاطب ګرځوي ورته وايي: هيڅکله به له تا څخه يهود او نصارا خوښ نشي، ترڅو اسلام پرې نږدې، او د هغه څه پيروي ونه کړې چې هغوی پرې دي، ووايه پرته له شکه د الله کتاب او د هغه بيان په حقه لارښوونه ده، نه هغه باطل چې هغوی پرې دي، که چېرې ستا يا ستا له پيروانو څخه د يو تن له لوري د هغوی پيروي وشي وروسته تردې چې څرګند حق درته راغلی؛ نو هيڅلکه به د الله لخوا مرسته او همکاري ونه مومې، او دغه د حق پرېښولو او باطل ته نېږدې کېدلو د خطر بيان دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ